صهیونیسټي رسنۍ: د ایران د تېرې شپې بریدونو کې د تل ابیب ګڼې سیمې په نښه شوي دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)

صهیونیسټي رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران د تېرې شپې توغندیزو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸ توغندي د تل ابیب په مرکزي سیمو کې لګېدلي دي.

د راپورونو له مخې، په یادو سیمو کې لا هم اورونه بل دي او د ژغورنې ډلې د اور د مهارولو هڅې کوي.

د دغو رسنیو په وینا، تر اوسه د اسراییلو یوازې د پنځو توغندیو لګېدل منلي دي، خو ویل کېږي چې پېښه تر دې هم لویه ده او د بشپړ پټولو امکان یې نه شته.

مربوطه مطالب

Back to top button