حماس: ایران حق لري د امریکا او اسراییلو د بریدونو پر وړاندې له هر ډول امکاناتو کار واخلي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)
حماس اسلامي غورځنګ ویلي، ایران حق لري، چې د امریکا او اسراییلو د بریدونو پر وړاندې د نړیوالو قوانینو او اصولو له مخې له خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.
دغه غورځنګ په یوه بیان کې ایراني چارواکو ته د «ورونو» خطاب کړی او ترې غوښتي یې دي، چې د هر ډول اقدام پر مهال ګاونډي هېوادونه هدف ونه ګرځوي.
حماس همداراز د سیمې له ټولو هېوادونو غوښتي، چې پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو د مخنیوي لپاره ګډه همکاري وکړي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ اړیکې خوندي وساتي.



