د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د تورغونډۍ بندر د احاطوي دېوال د جوړولو کار پیل شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د هرات ولایت د مقام دفتر وايي، د تورغونډۍ بندر د احاطوي دېوال او د امارتي استراس شرکت د ریاست د استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت په رسمي ډول پیل شوې.
د چارواکو په وینا، د بندر پخواني احاطوي دېوالونه څه باندې ۴۰ کاله وړاندې جوړ شوي وو چې د زړېدو او تخریب له امله یې په ځینو برخو کې ستونزې رامنځته کړې وې.
د همدې لپاره د بندر د چارو د ښه تنظیم او امنیت د پیاوړتیا په موخه د نوي احاطوي دېوال د جوړولو پرېکړه شوې ده.



