کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د کندهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند، اسدالله جمشید، د اختر په ورځو کې د شپني ګرځبندیز د رامنځته کېدو اوازې رد کړې.
نوموړي ویلي، چې ښار به د شپې له ۹ بجو وروسته نه تړل کېږي او ښاریان کولی شي د اختر لپاره خپل چمتووالی پرته له اندېښنې ترسره کړي.
جمشید زیاته کړې، امنیتي ځواکونه په اختر کې د خلکو د خونديتوب او سولې لپاره بشپړ چمتو دي او له ښاریانو یې غوښتي، چې د ناسمو معلوماتو پر خپرولو پام ونکړي، ټرافیک قوانین رعایت کړي او د نظم او امنیت په ساتلو کې له مسوولو ادارو سره همکاري وکړي.


















