چارواکي: د کجکي ولسوالي د طالبانو لاس ته پرېوتې
کابل ټکی کام ۲۶ وږی ۱۳۹۴
په هلمند ولایت کې امنیتي چارواکو خبر ورکړی چې طالبانو د څو ورځو راپدېخوا د کجکي ولسوالۍ په مرکز حملې پیل کړې وې چې تېره ورځ یې یاده ولسوالي د مرکز په شمول په مکمله توګه لاس ته لوېدلی ده.
زمونږ خبریال وايي دافغانستان امنیتي چارواکو پرون وویل چې طالبانو دهلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ مرکز نیولی او د ارزګان ولایت د څلورو نورو ولسوالیو د نسکوریدا د خطر اندېښنه يې هم څرګنده کړې ده .
دارزګان ولایت د امنیې قوماندان رحیم الله خان وویل، چې ددغه ولایت په څلورو۴ ولسوالیو کښې همدا اوس د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمینځ سخت جنګونه روان دي او په چنارتو کې جنګ د نورو په نسبت زیات دی .
هغه وویل که چیرې چنارتو ته نور پوځیان وانه ستول شي نو لرې نده چې یاده ولسوالي به هم ډېره ژر دطالبانو لاس ته ورشي .



