ليکوال:حميدميړانی
په اسلامي نړۍ د صليبي يرغل په پايله کې نن دنړۍ ترټولو ډېرمهاجرين داسلامي هېوادونووګړي دي،چې دخپلوکورونو او جايدادونوپرېښودلو ته اړ شوي او دستونزواو کړاوونو ډک ژوند ته يې اوږه ورکړې.
ددويم نړيوال جنګ څخه وروسته دا دکډوالو ترټولو لويه لړۍ ده چې داوروپا په لوريې مخه کړې ده.دملګرو ملتونودراپور له مخې تر شپيتو مليونونو زيات وګړي دجنګونو او اقتصادي ستونزو له امله کډوال شوي .
په دې وروستيو کې په هغو اسلامي هېوادونو کې دهجرت او کډوالۍ شرح زياته شوې چې دامريکا تراستعمار او اغېز لاندې راغلي ،لکه : افغانستان، سوريه ،عراق … او دهېوادوالو ترمنځ يې کورنۍ شخړې اوبحرانونه رامنځ ته کړي ډېری خلک يې له خپلو سيمو څخه تيښتي ته اړ کړي څو اروپايي کفري هيوادونو ته مخه کړي او هغوی يې دراتلونکي اسلامي ټولنې پرضد وکاروي.
کډوال اروپا ته له مختلفو لارو ننوځي چې يوه يې دمديترانې بحيرې له لارې دهنګري هېواد او بيا نورې اروپا ته لکه جرمني ،فرانسې … همدارازيونان ته تلونکي مهاجرين چې په وړو کيشتيو کې سفر کوي اروپا ته درسيدو په هيله دسختو خطرونو غېږ ته ځانونه غورځوي.
اروپايي هېوادونو کډوالو ته دنامعلومو شرايطو له مخې ځای ورکړ ،دا په داسې حال کې چې دروان ميلادي کال دسپټمبر دمياشتې په شروع کې هجرت ته اړ شوی عبدلله کردی چې له ترکيې څخه اروپايي هېواد يونان ته په ورتګ دسمندر خطرناکو څپو ته زړه ښه کړ، دژونددسوکالۍ په هيله يې دخپل درې کلن زوی او دژوندملګري سره دمديتراني سمندرګي توپاني څپوته ورودانګل
عبدالله چې په کومه کيشتۍ کې دسفر لاره لنډوله ،هغه کيشتۍ دچلونکي لخوا په داسې حال کې پرېښودل شوه چې مسلکي چلونکي خپله بيړۍ دسمندرګي سختو څپو ته وربرابره کړه او خپل ځان يې وژغوره،عبدالله چې کله يې هم کيشتۍ نه وه چلولې ،دخپلې مېرمني او کوچني زوی او نورو کډوالو دژوندژغورلو په خاطر ساحل ته دکيشتۍ رسولو هڅه وکړه نو سمندري څپو يې بېړۍ چپه اوپه اوبوکې ډوبه کړه چې په پايېله کې د اتو ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول. دې بوږنوونکې پيښې مور،پلار او ځوی يو اوبل له حاله ناخبره او دسوکاله ژوندهيلي يې په ناهيلۍ وربدلې کړې.
دسمندري لټونکيو لخوا دعبدالله د درې کلن زوی (ايلان) مړي د ترکيي د بودروم تفريحي ښار دسيند غاړه کې وموند.
رسنيو په داسې حال کې چې ديادسمندر پر ساحل په شګو پړمخ پروت ،له بې رحمو انسانانو مرور ،معصوم بچي انځور خپورکړ،چې دټولې نړۍ پام يې د بې وزلو کډوالو ستونزمن حالت ته راوګرځاوه ، دعبدالله معصوم شهيد زوی دنړۍ ټولو قومونوته پيغام ورکوي چې دا زما او کورنۍ حالت ممکن دستاسو په بچو هم راتلونکی دی .
زه چې د يوه مسلمان مور پلار بچی يم ،زما نور همځولي هم دباروتو په لمبوکې سوځول شوي.لوی لامل يې دکفارو او ددوی دغلامانو هغه توطيې دي چې اسلامي امت ورسره مخامخ شوی …
دغو وحشتګرو دخپلو پريمانه وسلو پيسو په مټ په مونږ بې دفاع ولس داسې کانې وکړې چې په انساني تاريخ کې ساری نلري.
خو صليبيان دې ياد ولري چې زمونږ ويني به رنګ راوړي او دستاسو ارام خوبونه به بې ارامه کړي.ښځې اوماشومان به مو دوير په ټغر کېنوي ،ستاسو دعيش اوعشرت ژوند به درباندې تريخ کړي . او دا نن چې تاسو په اسلامي نړۍ کې کوم اور بل کړی ،لرې نه ده چې سپينه ماڼۍ به ددې اورپه لوګو لوغړنه شي