خلیفه سراج الدین حقاني: د کابل د وروستي برید ځواب به په پوره تدبیر سره ورکړل شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۴ل)

د کورنیو چارو وزیر “الحاج خلیفه سراج‌الدین حقاني” د کابل د وروستي برید د شهیدانو د ډله‌ییزې جنازې په مراسمو کې ویلي، چې افغانان به د دې پېښې پر وړاندې حتمي غبرګون وښيي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د یاد برید ځواب به په پوره تدبیر، غور او مسؤلیت سره ورکړل شي، څو د هېواد امنیت او ثبات خوندي پاتې شي.

حقاني له هېوادوالو غوښتي، چې د داسې پېښو له امله دې نه ناهيلي کېږي او نه دې خپله حوصله له لاسه ورکوي، بلکې د یووالي او زغم له لارې دې د ستونزو مقابله وکړي.

هغه د پاکستان پر ولس هم غږ کړی، چې د هغو کړنو مخه ونیسي، کومې چې د مسلمانانو ترمنځ ورورولي زیانمنوي او د تاوتریخوالي سبب ګرځي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل وروستی برید د ګڼ شمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو لامل شوی، چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button