کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو مطبوعاتي کنفرانس د پنجشنبې په ورځ د ایراني توغندیو لګېدو له امله نیمایي کې ودرول شو.
د اسراییلو ۱۲ خبري چینل ویلي، چې د کنفرانس پر مهال د ایران او حزبالله له لوري توغندي وتوغول شول، چې له امله یې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې.
راپور زیاتوي، کنفرانس چې په یو پټنځای کې ترسره کېده، د توغندیو لګېدو له امله ژر پای ته ورسول شو او نتانیاهو له یاد ځای څخه وتښتېده.


















