سپاه پاسدارن د «ایران انټرنشنل» د ملاتړ کوونکو د په نښه کولو خبرداری ورکړ

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ کب، ۱۴۰۴ل)
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، چې هر هغه هېواد یا بنسټ به په نښه کړي، چې د «ایران انټرنشنل» رسنۍ سره همکاري او ملاتړ کوي.

د دوی په وینا، یاده رسنۍ د ایران پر وړاندې «دسیسه‌جوړونکي او دښمنانه تبلیغات» خپروي او ټینګار یې کړی چې د دې ډول فعالیتونو ملاتړ به بې ځوابه پاتې نه شي.

چارواکو زیاته کړې، چې د ملي امنیت د ساتنې لپاره به لازم او متقابل اقدامات ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button