ایراني پوځ: اردن کې د امریکایي پوځ پر سترې اډې بریدونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران پوځ اعلان کړی، چې د اردن په ختیځ کې د «الازرق» په نامه د امریکایي پوځ پر ستره اډه د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله بریدونه ترسره کړي دي.

د پوځ په وینا، دغه عملیات په دقیق ډول طرحه شوي وو او د بریدونو اصلي هدف د اډې مهم پوځي تأسیسات، د تجهیزاتو ګودامونه او هغه کمپونه وو چې د امریکایي ځواکونو له لوري کارول کېدل.

سرچینې زیاتوي، چې د بریدونو پر مهال څو چاودنې رامنځته شوې او د اډې په ځینو برخو کې اورلګېدنه هم لېدل شوې ده، خو د اوښتو تلفاتو په اړه لا کره معلومات نه دي خپاره شوي.

ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې دا ډول عملیات د خپلو ملي ګټو د ساتنې او د سیمې د وروستیو تحولاتو په ځواب کې ترسره کوي.

تر اوسه د امریکا له لوري د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button