د ایران-امریکا جګړه؛ اسلام آباد کې یې د پای ته رسېدو لومړۍ غونډه پیل شوه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۵ل)

په داسې حال کې چې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ خونړۍ جګړه روانه ده د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې یې د پای ته رسېدو په اړه لومړۍ غونډه پیل شوه.

دغه غونډه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په کوربه‌توب جوړه شوې او د سعودي، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو هم ګډون پکې کړی دی.

که څه هم یاده غونډه د جګړې د پای ته رسېدو په اړه لومړی ديپلوماتیک نوښت ګڼل کېږي؛ خو د امریکا او ایران استازي پکې برخه نه لري.

له غونډې یوې باخبره سرچینې رسنیو ته ویلي، چې امریکا او ایران په غیر مستقیم ډول د مذاکراتو ملاتړ کړی او دواړو لوریو خپلې غوښتنې پاکستاني لوري ته سپارلې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button