د «ریښتینې ژمنې» عملیات دوام؛ ایران پر اسرائیلو او سیمه کې پر امریکایي اډو پراخ بریدونه پیل کړل

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۵ل)

د «ریښتینې ژمنې» عملیاتو په دوام، د ایران پوځ اعلان کړی، چې پر اسرائیلو او د سیمې په بېلابېلو عربي هېوادونو کې یې د امریکا پر پوځي اډو پراخ بریدونه پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې، بریدونه د اشغالي فلسطین په یافا (تل أبیب)، حیفا او عسقلان کې د صهیونیستي پوځ پر مهمو اهدافو ترسره شوي دي.

همداراز ویل شوي، چې متحده عربي اماراتو،اردن، سعودي عربستان، کوېټ او بحرین کې هم د امریکایي پوځ پر اډو بریدونه روان دي.

امریکایي پوځ په سیمه کې پر خپلو اډو د بریدونو پخلی کړی، او اسرائیلي رسنیو هم راپور ورکړی، چې په تل ابیب کې ګڼ توغندي لګېدلي دي.

تر اوسه د دغو بریدونو د تلفاتو او زیانونو په اړه بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي؛ خو راپورونه وایي، چې ایران نوې وسلې کارولي او ښایي ځاني او مالي زیانونه له ځانه سره ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button