بشري حقونو څار سازمان: پاکستان دې په افغانستان کې په ملکي سیمو بریدونه ودروي او ملګري ملتونه دې څېړنې وکړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۴ل)

نړیوال بشري حقونو سازمان وايي چې پاکستاني ځواکونو د پکتیکا، خوست او کونړ په سرحدي سیمو کې د درنو وسلو او بې‌هدفه هاوانونو په ډزو ملکي مېشت‌ځایونه په نښه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي ټپیان شوي او ګڼ کورنۍ د ناامنۍ له امله خپلې سیمې پرېښودو ته اړ شوې دي.

سازمان د دغو بریدونو پراخ مالي او رواني زیان ته په اشارې ویلي چې دا کار د نړیوال بشري قانون ښکاره سرغړونه ده او د عاجلو څېړنو او اقدام اړتیا لري.

یاد بنسټ له پاکستاني ځواکونو غوښتي چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې پر ملکي خلکو بریدونه ژر تر ژره ودروي او د نړیوالو بشري قوانینو درناوی وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان همدارنګه له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې د دغو سرغړونو په اړه څېړنه وکړي او د مسئول کسانو پر ضد لازم اقدام ترسره کړي.

سازمان وایي بشري مرستندوی ادارې باید بې‌ځایه شويو او ټپیانو کورنیو ته بیړنۍ مرسته ورسوي، او د جګړې پر مهال د ښځو او ماشومانو ژوند خوندي ساتل باید لومړیتوب ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button