چلي کې زورورې زلزلې ۵ تنه وژلي او د سونامي وېره ده

د چلي چارواکو ويلي دي، چې تېره ورځ ماښام مهال د دې هېواد مرکز سانتياګو يوې زورورې زلزلې لړزولی دی.

چارواکو د زلزلې قوت ۸.۳ ښودلی دی، چې له امله يې تر دې دمه ۵ تنه وژل شوي دي او ګڼ نور نادرکه دي.

نږدې يو مليون کسان په ساحلي سيمو کې له دې امله له خپلو کورونو ويستل شوي دي، چې شونې ده، د زلزلې له امله د سمندرونو اوبه راپورته شي او د سترو سېلابو لامل شي.

ماهرينو ويلي دي، چې دغې زلزلې تر لسو کلو مترو پورې ژور والی درلود او په وينا يې شايد داسې سونامي رامنځته کړي، چې امريکا او نيوزيلينډ ته هم ورسېږي.

د چلي ولسمشرې مېشيل باچيليټ په پېښه ژوره خواشيني ښودلې ده.

ياده دې وي چې چلي د نړۍ له هغو هېوادو څخه دی، چې زلزلې په کې ډېرې پېښېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button