نړيوال روغتيا پوهان: ناقصه غذا او د وينې لوړ فشار له وخته د مخکې مرګ ستر لاملونه

په مخکښه روغتيايي څيړنيزه مجله (لېنسټ) کې خپرې شوې څېړنې ښودلې ده، چې ناقصه غذا او د وينې لوړ فشار له وخته د مخکې مرګ دوه ستر لاملونه کېدای شي.

څېړنه چې د واشنګټن او ميلبرن پوهنتونو له لوري ترسره شوې ده، له ۱۹۹۰ز تر ۲۰۱۳ز کال پورې يې د مرګ د ۷۹ ګواښونو د نوټ کولو لپاره د ۱۸۸ هېوادونو مالومات راټول کړي دي، چې پر نورو لاملو برسېره خراب او ناکافي اندازه خوراک او د وينې لوړ فشار د مرګ تر ټولو ستر لاملونه ښودل شوي دي.

پر دې برسېره په روسيه کې شراب څښل، په منځني ختيځ او لاتيني امريکا کې چاغښت، جنوب اسيا کې د هوا ککړتيا، هند کې ناپاکې اوبه او د برتانيې په ګډون په پرمختلليو هېواد کې سګرټ څکول د روغتيا د خرابۍ او له وخته د مخکې مرګ لومړي لاملونه ښودل شوي دي.

په افريقايي هېوادو کې بيا د کوچنيانو لږ خوراک، د څښاک ناپاکې اوبه او شراب څکلو په څېر ستر مرضونه ښکاره دي، پر دې پورته په ۲۰۱۳ز کې غير محفوظو جنسي اړيکو له ۱۵کلنو تر ۱۹ کلنو پورې وګړو کې د مرګ ۸۲ سلنه جوړه کړې وه.

د روغتيا پوهانو په وينا د مېوو او سبزيانو کارول، له تمباکو څکولو ځان ساتنه، باقاعده تمرين او پاکې اوبه له وخته د مخکې مرګ ګواښونه تر ډېره حده له منځه وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.