چیچنیایي ځواکونو د ایران ملاتړ ته چمتووالی اعلان کړ
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، چیچنيایي ځواکونو اعلان کړ،ی چې که د امریکا له لوري پر ایران ځمکنی یرغل وشي، دوی چمتو دي چې د ایران د وسلهوالو ځواکونو د ملاتړ لپاره دغه هېواد ته لاړ شي.
د «پرس ټيوي» د معلوماتو له مخې، دغه ځواکونه د رمضان قدیروف اړوند دي، چې د روسیې نږدې متحد بلل کېږي، او روانه امریکايي ـ اسرائیلي جګړه یې د یوې دیني جګړې په توګه یاده کړې ده.
یادو ځواکونو ویلي، چې د دوی هر ډول مستقیمه مداخله به «جهاد او د خیر او شر ترمنځ جګړه» وي او دا به د ایران د دفاع په موخه د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې ترسره شي.


