سپاه پاسدران: د عامه شتمنیو ویجاړولو غبرګون به د عربي هېوادونو تأسیسات په نښه کړو

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” خبرداری ورکړی، چې د ایران د عامه شتمنیو د ویجاړولو په غبرګون کې به د عربي هېوادونو مهم تأسیسات په نښه کړي.

د یادې ځواکونو په اعلامیه کې ویل شوي، که د ایران پر عامه شتمنیو بریدونه دوام ومومي، نو ځوابي اقدامات به یوازې تر امریکایي تأسیساتو محدود نه وي، بلکې د سیمې مهم اقتصادي او حیاتي مرکزونه به هم هدف وګرځي.

سپاه پاسداران ټینګار کړی، چې د هر ډول برید مسوولیت به پر مقابل لوري وي او ایران به د خپلو ملي ګټو او امنیت د دفاع لپاره سخت ګامونه واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button