د ریښتینې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو پر اسرائیلو د ۹۳مې څپې بریدونه پیل کړل

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اړوند پوځي سرچینو خبر ورکړی، چې د «ریښتینې ژمنې ۴» عملیاتو په لړ کې یې د اسرائیلو پر بېلابېلو هدفونو د بریدونو ۹۳مه څپه پیل کړې ده.
ویل کېږي، چې په دغو تازه بریدونو کې توغندي او بېپیلوټه الوتکې کارول شوې دي، چې موخه یې د اسرائیلو مهم پوځي او ستراتیژیک تأسیسات دي.
سرچینې زیاتوي، چې دا بریدونه د تېرو عملیاتو په دوام ترسره شوي او لا هم روان دي.
تر اوسه دغو بریدونو کې د اوښتو زیانونو کره جزییات نه دي خپاره شوي، خو اسرائیلي رسنیو ځینو سیمو کې د چاودنو خبر ورکړی دی.
ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې دا عملیات به تر هغه دوام ولري، څو د دوی په وینا «د دښمن ګواښونه په بشپړه توګه له منځه لاړ شي».



