افغان ـ ازبیک سوداګرو د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ نوې هوکړې لاسلیک کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ويلي چې د ازبیکستان فرغانه ښار کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو په ګډه ناسته کې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ نوې سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې دي.
سرچینه وايي، دا د وروستیو څو اونیو په جریان کې څلورم ځل دی چې افغان او ازبیک سوداګر د میلیونونو ډالرو په ارزښت ګډې سوداګریزې هوکړې کوي، چې دې لړۍ د سیمهییزې راکړې ورکړې د پراختیا هیلې زیاتې کړې دي.
د دې تر څنګ، یوه ورځ مخکې په کابل او فرغانه کې هم د دواړو هېوادونو سوداګرو ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۳ نور تړونونه لاسلیک شوي وو، چې له مخې به په بیلابېلو سوداګریزو برخو کې ګډ فعالیتونه ترسره کېږي.



