د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۶۰۴ کورنۍ افغان مهاجرین هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره ترسره شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د دوشنبې ورځې په کاري راپور کې ویلي، چې د هېواد له بېلابېلو لارو ۶۰۴ کورنۍ، چې ټولټال ۲۳۶۳ تنه کېږي، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
راپور کې راغلي چې د ننګرهار تورخم، کندهار سپینبولدک، هرات اسلامکلا او نیمروز ورېښمو له لارو راستنېدونکو ته د ټرانسپورټ، روغتیا، مخابراتو او مالي مرستو برخو کې پراخ خدمات وړاندې شوي دي.
یوازې د ټرانسپورټ په برخه کې ۵۳۳ کورنۍ (۲۸۳۴ تنه) خپلو ولایاتو ته لېږدول شوې او اړوند لګښتونه ورته ورکړل شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټو له لوري ټولټال ۴۳۱ کورنیو ته نغدې مرستې رسېدلي، او د مخابراتي آسانتیاوو په برخه کې ۵۳۷ عدده وړیا سیمکارتونه د فعالو بستو سره یوځای وېشل شوي دي.
دغه راز، د روغتیايي خدماتو په برخه کې په بېلابېلو لارو کې په سلګونو تنو مهاجرینو ته لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې، چې یوازې د ورېښمو لار کې ۳۸۹ تنه تداوي شوي دي.



