ټولګټو وزارت: د سالنګونو او کابل–جلالآباد لویه لار لا هم تړلي؛ مسافر دې تر بلې خبرتیا انتظار وکړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۵ل)
د ټولګټو وزارت مسئولین وايي چې د سالنګونو لویه لار د سختې واورې، توپان او پرلپسې برفکوچونو له امله او همدارنګه د کابل–جلالآباد لویه لار د پرلهپسې غر ښوویېدنې له کبله لا هم د ترافیکو پرمخ تړلې ده.
مسئولین وايي چې د کابل–کندهار لویه لار چې تېر ماښام د سېلابونو له امله د زابل ښار صفا ولسوالۍ فولادګي مانده کې تړل شوې وه، د عملیاتي ټیمونو او نورو ادارو په همکاری بېرته پرانیستل شوې ده. وزارت له خلکو غوښتنه کوي چې بندو لارو ته له تګ څخه ډډه وکړي او د رسمی خبرتیاوو تر خپرېدو پورې انتظار وباسي.



