فراه کې د مرمیو ستره زېرمـه ضبط او په پنځو ولایتونو کې ۱۹ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۵ل)
د فراه ولایت د شیبکوه ولسوالۍ امنیتي او کشفي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۶۲۴ د دهشکې او ۱۰۳۰ د زیکویک مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.
امنیتي بنسټونه وايي چې د ناقانونه وسلو او مهماتو ضد عملیات به لا هم پیاوړي شي، څو د خلکو امنیت او عامه نظم خوندي پاتې شي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت ويلي، د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې په پنځو ولایتونو کې ۱۹ کسان د قتل، غلا او د وسلو د ناقانونه ګرځولو په جرم نیول شوي دي.
په نیول شویو کسانو کې ۹ غله په هرات، ۵ تنه د کندوز د دشتارچي ولسوالۍ د قتل په تړاو، ۳ غله په فراه، یو کس د کلاشینکوف او ناقانونه نظامي جامو ګرځولو په سرپل او یو بل غل په فاریاب کې نيول شوي دي.



