ایراني پوځ: د اماراتو په جبل علي بندر کې د امریکا د سمندري ځواکونو د ساتنې مرکز په نښه شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۵ل)
ایراني پوځ اعلان کړی، چې د امریکا د سمندري ځواکونو د ساتنې یو مهم مرکز یې د جبل علي په بندر کې، د متحده عربي امارات په خاوره کې په نښه کړی دی.
د بیان له مخې، د امریکا د سمندري ځواکونو د ساتنې دغه مرکز په سیمه کې له مهمو بندرونو څخه ګڼل کېږي، چېرې چې د امریکا بېړۍ تم کېږي او د تخنیکي ساتنې چارې پکې ترسره کېږي.
ایراني پوځ زیاته کړې، چې جبل علي بندر د لوژستیکي ملاتړ، تجهیزاتو برابرولو او د سمندري ځواکونو د اکمالاتو لپاره مهم رول لري، چې له همدې امله ستراتیژیک اهمیت لري.



