ولسمشر پزشکیان: ۱۴ میلیونه ایرانیان د هېواد د دفاع لپاره چمتووالی لري

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې تر دې دمه شاوخوا ۱۴ میلیونه ایرانیانو د هېواد د دفاع لپاره د ځان قربانولو چمتووالی ښودلی دی.
نوموړي دغه څرګندونې پر خپله اېکس (X) پاڼه کړي او زیاته کړې یې ده، چې دی خپله هم د ایران لپاره قرباني ورکولو ته چمتو ده.
پزشکیان ویلي: «ما هم د ایران لپاره قرباني ورکړې، اوس هم پر همدې لار روان یم او په راتلونکې کې به هم دې لارې ته دوام ورکړم.»
د هغه په وینا، د هېواد د دفاع لپاره د خلکو دا پراخ چمتووالی د ملي یووالي او ژمنتیا څرګندونه کوي.



