کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
فارس خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند لپاره یوه لس مادهییزه طرحه وړاندې شوې، چې موخه یې په سیمه کې د تاوتریخوالي کمول او د اوږدمهاله سولې او ثبات ټینګښت دی.
د راپور له مخې، په دې طرحه کې ایران ژمنه کړې، چې اتومي وسلې به نه جوړوي، د پوځي بریدونو بشپړ پای ته رسولو غوښتنه شوې او همدارنګه د امریکا د جنګي ځواکونو د وتلو خبره پکې شامله ده. سربېره پر دې، تهران د هرمز تنګي اړوند محدودې ورځنۍ تګلارې د رعایت ژمنه هم کړې ده.
په طرحه کې د ټولو اصلي، منځنیو او د ملګرو ملتونو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه هم شوې، او د جګړې د زیانونو د جبران لپاره د ځانګړي مالي صندوق د جوړولو وړاندیز پکې شامل دی.
همدارنګه، د اټومي موادو د غني کولو دوام، د سیمې له هېوادونو سره دوه اړخیز او څو اړخیز تړونونه، د غیر تهاجمي سیاست پراخول او د ملګرو ملتونو د رسمي پرېکړه لیک له لارې د ټولو ژمنو تثبیتول د دې طرحې نور مهم ټکي بلل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې د دې طرحې اساسي هدف د اوربند ټینګښت او په سیمه کې د اوږدمهاله سولې او ثبات رامنځته کول دي، خو تر اوسه د اړخونو له لوري د دې وړاندیز په اړه رسمي تایید نه دی شوی.















