کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۵ل)
د بامیانو ولایت ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د ۱۰ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې عملاً پیل شوې دي.
د ولایت ویاند صبور فرزان سیغاني رسنیو ته ویلي، چې یادې پروژې د بامیانو په مرکز، شیبر او سیغان ولسوالیو کې پلي کېږي او لګښت یې شاوخوا ۱۰۰ زره امریکايي ډالره اټکل شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه چارې د یوې مرستندویې موسسې په مالي ملاتړ او د افغان انکشافي موسسې له لوري د پوهنې ریاست د انجنیري ټیم تر څار لاندې پر مخ وړل کېږي.


















