ولسمشر اردوغان پر اسراییلو د برید ګواښ وکړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۵ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” د لبنان پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او د اسراییلو د پرله‌پسې بریدونو په غبرګون کې یې د پوځي اقدام خبرداری ورکړی دی.

اردوغان ویلي، هېڅ دلیل نشته چې ترکیه دې د اسراییلو پر وړاندې پوځي اقدام ونه کړي او زیاته کړې یې ده چې انقرې مخکې هم په لیبیا او قره‌باغ کې پوځي عملیات ترسره کړي دي.

د راپورونو له مخې، د ترکیې څارنوالانو تر دې وړاندې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ګډون ۳۵ اسراییلي چارواکي د “نسل‌وژنې، بشریت ضد جرمونو، شکنجې او ناقانونه بند” په تور تورن کړي او د هغوی د سزا غوښتنه یې کړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په لبنان کې د اسراییلو بریدونه لا هم دوام لري او سیمه یې له جدي کړکېچ سره مخ ده.

مربوطه مطالب

Back to top button