کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۵ل)
د روسیې ولسمشر “ولادیمیر پوتین” د ایران له بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” سره په لیدنه کې د ایراني ولس د زړورتیا ستاینه کړې او د خپلواکۍ او حاکمیت د دفاع لپاره یې د ایراني ځواکونو هڅې ستایلې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، پوتین عراقچي ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې مسکو به د سیمې د ثبات او سولې د ټینګښت لپاره هر ممکن اقدام وکړي.
پوتین ټینګار کړی: «موږ به له خپل اړخه هر هغه څه وکړو چې ستاسو او د سیمې د ټولو خلکو په ګټه وي، څو سوله ژر تر ژره تامین شي.»
نوموړي دغه راز له ایراني پلاوي غوښتي، چې د ایران مذهبي مشر “مجتبی خامنهیي” ته یې د سلامونو او نېکو هیلو پیغام ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل سیمهییز سفر په لړ کې مسکو ته تللی او له روسي چارواکو سره یې پر مهمو سیاسي او امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.


















