کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۵ل)
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علیرضا بیکدلي سره لیدنه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر یو شمېر دوه اړخیزو موضوعاتو او ګډو همکاریو خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو خپل نظرونه تبادله کړي او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه هم بحث ترسره شوی دی.


















