امو دریا نفتي حوزه کې پنځه نوې څاه‌ګانې فعالې شوې هره ورځ به ۵۰۰ متر مکعب تېل استخراجېږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۵ل)

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د امو دریا نفتي حوزې اړوند د زمرد سای په سیمه کې له پنځو نوو کیندل شویو څاه‌ګانو څخه د نفتو د استخراج لړۍ پیل شوه.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي، له دغو نوو څاه‌ګانو څخه به هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ متر مکعب نفت استخراجېږي، چې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام بلل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، د دغو څاه‌ګانو د استخراج چارې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د زمرد سای سیمې د سفر پر مهال رسماً پرانیستل شوې.

د مسؤلينو په وينا، د امو دریا نفتي حوزه د انرژۍ په برخه کې د افغانستان له مهمو سرچینو څخه شمېرل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button