کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د پارلمان مشر “محمد باقر قالیباف” د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو ګواښونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د امریکا خلک دې د پټرولو له اوسنیو بیو خوند واخلي، ځکه ډېر ژر به یې ارمان وکړي.
قالیباف خبرداری ورکړی، که د هرمز تنګی وضعیت خراب شي، د تېلو نړیوالې بیې به نورې هم لوړې شي او دا به پر امریکا مستقیم اغېز وکړي.
بل لور ته د امریکا مرکزي قومندانۍ خبر ورکړی، چې د ایران بندرونو ته د سمندري تګ راتګ د محدودولو پلان لري.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د سیمې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او د انرژۍ بازارونه د احتمالي بدلونونو له اندېښنو سره مخ دي.


















