کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو منسوبینو د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د شهرنو په سیمه کې د کشفي عملیاتو پر مهال یو شمېر وسلې او مهمات نیولي دي. د وزارت په وینا، په دې عملیاتو کې دوه تنه د وسلو د قاچاق په تړاو هم نیول شوي دي.
د معلوماتو له مخې، نیول شویو وسلو کې ۵۸ قبضې تفنګچې او یو اندازه مرمۍ شاملې دي. یاد وسلې او مهمات په یوه فلډر موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
وزارت زیاتوي، قاچاقبرانو غوښتل دغه وسلې او مهمات له پاکستان څخه افغانستان ته انتقال کړي، خو د دفاعي ځواکونو له لوري کشف او ضبط شول. چارواکو ویلي، په دې تړاو نورې پلټنې روانې دي.


















