ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۵ل)

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، انرژۍ او ترانزیټ په برخو کې د تعامل پر پراخېدو هر اړخیز بحث کړی دی.

ښاغلي متقي د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدو او د سیاسي مشورو د منظم چوکاټ پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.

روسي استازي ضمیر کابلوف د دواړو هېوادونو د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او ویلي یې دي چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره ګډې اقتصادي پروژې، پانګونه او بنسټیزې همکارۍ پراخې کړي، څو سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي اتصال پیاوړی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button