د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته راغلی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ غویی، ۱۴۰۵ل)

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د رسمي سفر په ترڅ کې کابل ته راغلی دی.

ویل کېږي، نوموړي له افغان چارواکو سره لیدنې او خبرې کړي او لا یې ځینې ناستې روانې دي.

راپورونه وایي، د دغه سفر اصلي موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پراخول او د سیمه‌ییز تعامل پیاوړتیا ده.

سرچینې زیاتوي، په خبرو کې د اقتصادي، سیاسي او څو اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم بحث شوی دی.

روسي سرچینو ویلي، په دغو لیدنو کې د افغانستان په ګډون د سیمې د همکاریو پر پیاوړتیا هم خبرې شوې دي.

تر اوسه د افغان چارواکو له لوري د دغه سفر او لیدنو په اړه تفصیلي رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button