د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتور ترمنځ په کابل کې د یوې سوداګریزې غونډې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو له لوري د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دغه غونډه د کابل په انټرکانټینینټال هوټل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) په همغږۍ ترسره شوې، چې پکې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د نظرونو تبادلې او د پانګونې د جلب پر مسایلو بحث وشو.

د یادې خونې د خبرپاڼې له مخې، دغه هوکړه‌لیکونه د کرنې، خوراکي توکو، کانونو، ترانزیت، لوژستیک، ودانیزو چارو، انرژۍ او نفتي موادو په برخو کې شوي، چې موخه یې د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د سوداګریزو اړیکو پراختیا بلل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button