غزه کې د اسرائيلو برید کې ۳ فلسطینیان شهيدان او دوه ټپيان شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۵ل)

د راپورونو له مخې، د غزې په تړانګه کې د اسرائيلي هوايي برید په ترڅ کې ۳ فلسطینیان شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي.
د فلسطیني رسنیو په وینا، اسرائيلي الوتکې د غزې د دیر البلح ښار لوېدیځ لوري ته یو امنیتي پوست په نښه کړی، چې له امله یې یاده مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.
په همدې حال کې ویل شوي چې اسرائيلي پوځ په وروستیو ورځو کې په غزه کې خپل عملیات زیات کړي او د حماس د پوځي څانګې غړي او مشران هدف ګرځوي.

مربوطه مطالب

Back to top button