ایران: د هرمز تنګي له لارې د “دښمن” بېړیو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران د “خاتم الانبیا” مرکزي قرارګاه ویلي چې د هرمز تنګي له لارې به د دښمن پورې اړوند هېوادونو بېړیو ته د تګ اجازه ورنه کړل شي او د فارس خلیج او عمان سمندرګي په اوبو کې به د هېواد حاکمیت په بشپړ ډول عملي کړي.

يادې قرارګاه ویلي چې د دښمن له اړخونو پرته نورو بېړیو ته به د هرمز تنګي له لارې د تګ اجازه ورکړل شي، خو باید د ایران د وسله‌والو ځواکونو له ټاکل شوو اصولو او مقرراتو سره سم حرکت وکړي. په بیان کې ټینګار شوی چې د خلیج او عمان سمندرګي بندري امنیت باید د ټولو لپاره وي، که نه نو د هیچا لپاره به نه وي.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو په وینا، د امریکا له لوري د سمندري تګ راتګ محدودول غیر قانوني اقدام او د سمندري غلا په معنا دي.

همداراز ټینګار شوی چې د هرمز تنګي د کنټرول لپاره به دایمي میکانیزم پلی کړي او د خپلو اوبو امنیت به په کلکه وساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button