افغانستان او ازبکستان د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې له ازبکستاني لوري سره د لیدنې په څنډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه ميليونه ډالره په ارزښت د کرنیزو همکاریو مهم تړون لاسلیک شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان د «همکار پرنده» شرکت او د یشلر سمرقند شرکت ترمنځ دغه هوکړه لاسلیک شوې، چې هدف یې د کرنیزو او د څارویو د تولیداتو د سوداګرۍ پراخول دي.

په دې ناسته کې د غوښې د صادراتو، د کرنیزو تجهیزاتو د برابرولو او د ترانزیتي اسانتیاوو پر پراختیا هم خبرې شوي.

همدارنګه دواړو لورو د چرګانو د چورګوړو او اصلاح‌شوو هګیو د وارداتو موضوع هم څېړلې او د حیرتان بندر کې د قرنطین د مرکز د جوړولو پر طرحې هم خبرې شوې دي، څو د سوداګرۍ او حیواني روغتیايي کنټرول بهیر لا منظم شي.

مربوطه مطالب

Back to top button