ابراهیم ذالفقاري: کلونه جګړې ته چمتوالی لرو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو ویاند ټینګار کړی، چې هېواد به یې هېڅکله له خپل سولییز اټومي پروګرام او توغندیو جوړولو څخه لاس پر سر نه شي.
نوموړي ویلي، چې د څلوېښت ورځنۍ جګړې پر مهال یې وښودله چې ځواکونه یې قوي او پریکنده دي او کولی شي لا اوږدې مودې جګړه ته دوام ورکړي، حتی تر کلونو پورې په بشپړه توګه جګړې ته چمتوالی لري.
هغه زیاته کړې، چې د ایران دفاعي ځواکونه د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې چمتو دي او د هېواد له امنیت او حاکمیت څخه به په کلکه دفاع وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او د پوځي تقابل اندېښنې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.



