د لبنان په جنوب کې د ډرون برید له امله ۸ اسرائيلي پوځيان ټپیان شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۵ل)

د اسرائيلو پوځ وايي، د لبنان په جنوب کې د یوې چاودېدونکې بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې د دوی اته سرتېري ټپیان شوي دي.

دا پېښه د دوشنبې په ورځ هغه وخت وشوه چې پوځیان په سیمه کې پر ګزمه بوخت وو.

د پوځ د معلوماتو له مخې، د دوه پوځيانو روغتيايي وضعيت نازک دی او شپږ نور لږ ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، چې د لبنان په جنوب کې د اسرائيلي پوځ او د حزب الله ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه ده، چې تر ډېره پکې اسرائيلي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوړي خو اسرائيلي اشغالګر پوځ د خپلې پاليسۍ له مخې د خپلو پوځيانو وژل نه اعلانوي.

مربوطه مطالب

Back to top button