بلخ کې چاودنې ۴ اربکيان ټپيان کړي
کابل ټکی کام ۲۶وږی/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
د بلخ چارواکو ويلي دي، چې د دې ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د اربکيانو پر يوه موټر د سړک د غاړې په بم چاودنه کې ۴ اربکيان ټپيان شوي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شير محمد دراني د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې په ترڅ کې يې د اربکيانو د قوماندان ضياء الحق طوفان په ګډون ۴ اربکيان ټپيان شوي دي.
دراني زياته کړې ده، چې پېښه تېره ورځ مازديګر مهال رامنځته شوې ده، خو نوموړي د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويلي.
د هغه په وينا په سيمه کې يې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي.
طالبانو تر دې دمه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.


