د اندامان سمندر کې د روهینګیا کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۵۰ کسان لادرکه شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۵ل)

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو ویلي، د اندامان سمندر کې د روهینګیا کډوالو او بنګله‌دېشي وګړو یوه کښتۍ د خرابې هوا له امله ډوبه شوې چې له کبله یې نږدې ۲۵۰ کسان نادرکه شوي دي.

دا کښتۍ له بنګله‌دېش څخه مالیزیا ته روانه وه او پکې نارینه، ښځې او ماشومان سپاره وو.

د راپورونو له مخې، تر اوسه یوازې ۹ کسان ژغورل شوي او د نورو د برخلیک په اړه معلومات نشته. ملګرو ملتونو ویلي، دا ډول پېښې د روهینګیا کډوالو د سخت ژوند او بې‌وسۍ څرګندونه کوي، ځکه ډېری یې د جګړو، ځورونې او خرابو کمپونو له امله په خطرناکو سمندري لارو نورو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button