لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي اصلاح شوی تفصیلي پلان منظور شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۵ل)

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د لغمان ولایت کافرګله سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي اصلاح شوی تفصیلي پلان د وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري منظور شوی دی.

د معلوماتو له مخې، دا پلان په ۱۰۴۶ جریبه ځمکه کې جوړي، چې پکې ۹۵۴ استوګنیزې نمرې شاملې دي.

وزارت زیاتوي، د نوې پرېکړې له مخې ټولې نمرې پنځه بسوه یي ټاکل شوي او هرې راستنېدونکې مهاجرې کورنۍ ته ورکول کېږي.

همدارنګه ټینګار شوی چې د هېواد په نورو ولایتونو کې دې هم د مهاجرینو ښارګوټو تفصیلي پلانونه له همدې تګلارې سره سم اصلاح او د پلي کېدو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button