کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د پارس ټوډې د راپور له مخې کاناډایي ورځپاڼې (د ګولبل انډ ایمیل) په یوه تحلیل کې ویلي، چې ایران امریکا- اسرائیلو ترمنځ په روان کړکېچ کې ګټونکی دی.
په تحلیل کې، د ټرمپ د پرېکړو ارزونه شوې او زیاتوي، چې د ایران پر وړاندې د جګړې پیل روښانه پایلې لرلې او ایران تر ټولو لوی ګټونکی ثابت شوی، په داسې حال کې چې نور ټول ښکېل لوري بایلونکي دي.
تحلیل زیاتوي، چې د فارس خلیج هېوادونو د جګړې له پیل مخکې خبرداری ورکړی و، خو د هغوی خبرې له پامه وغورځول شوې او وروسته یې درنه بیه ورکړه.
دغه راز امریکا د ستراتیژۍ د نشتوالي له امله له ستراتیژیکې ماتې سره مخ شوې او اسرائیل هم د دې جګړې له بایلونکو هېوادونو څخه بلل شوی دی.



