د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د بلخ ولایت ولایتي مسوولین وایي، په تېر کال کې په دغه ولایت کې د شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید ویلي، دغه پانګونې تر ډېره په صنعتي، ودانیزو، خدماتي او سوداګریزو برخو کې ترسره شوې، چې له امله یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
بلخوا، د بلخ د کانونو او صنایعو خونه وایي، په نږدې راتلونکې کې به صنعتکارانو ته د ځانګړې شوې ۲۴ جریبه ځمکې د وېش بهیر پیل شي، څو په دغه ولایت کې صنعتي فعالیتونه لا پراخ شي.



