بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي، چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره دایمي او دوامدار تعامل ته ژمن دی.

نوموړي دا څرګندونې د ترکیې په انټالیا ښار کې د «انټالیا ډیپلوماسي فورم» په پنځمه نړیواله غونډه کې د ګډون پر مهال کړې دي.

ذاکر جلالي زیاته کړې، چې د دوامدار تعامل تر څنګ، رغنده او یوې پایلې ته رسېدونکې خبرې اترې د افغانستان له مهمو ژمنو څخه دي.

هغه ویلي، د انټالیا فورم د نړۍ له مشرانو، د پالیسۍ جوړوونکو او فکري څېرو سره د نظرونو د تبادلې او مثبت تعامل لپاره یو مهم فرصت برابر کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button