کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د راپور له مخې، تېره ورځ له بېلابېلو لارو هېواد ته ټولټال ۹۸۰ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د راپور له مخې یوازې له تورخم لارې ۸۲۰ کورنۍ او له سپین بولدک څخه ۱۱۷ کورنۍ ثبت او بایومیټریک شوي دي، همدارنګه له ورېښمو لارې او اسلام کلا هم لسګونه کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.
ياد کمېسيون وايي، یادو راستنو شویو کورنیو ته د مالي مرستو ترڅنګ د روغتیا، خوراک، عامه پوهاوي او مخابراتي خدماتو په ګډون پراخې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د راپور له مخې ۷۲۵ کورنیو سره نغدي مرستې شوې، او تر ۱۳۰۰ ډېر سیمکارتونه وېشل شوي دي.


















