قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي “یرکین توکوموف” له یوې قزاقي رسنۍ «رادیو جیبک جولي» سره په خبرو کې ویلي چې هېواد یې غواړي په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارده ډالرو ته ورسوي.

اوس مهال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د تجارت اندازه په کال کې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالر ښودل شوې ده.

توکوموف زیاتوي چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګري اوس یو باثباته پړاو ته رسېدلې، خو لا هم په پراخه توګه د قزاقستان د صادراتو پر لور متمایله ده.

مربوطه مطالب

Back to top button