پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا د دفاع وزارت (پټتاګون) وايي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د ارزونې په اړه یې د لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسولی دی.

شان پرنیل، د امریکا د دفاع وزارت ویاند چې د دې ارزونې مشري کوي ویلي، چې دا ارزونه د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ په امر پیل شوې او تمه کېږي چې د امریکا د پوځي عملیاتو په معاصر تاریخ کې به تر ټولو هر اړخیزه ارزونه وي.

ولسمشر ټرمپ او د هغه ادارې د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې افغانستان څخه د امریکا وتل، چې د افغانستان د پخواني نظام د نسکورېدو لامل شول، یو شرمناک او ګډوډ عمل بللی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button