یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۵ل)

د یمن وسله والو ځواکونو خبرداری ورکړی، که د امریکا ولسمشر ټرمپ د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې پر وړاندې خنډونو ته دوام ورکړي، نو دوی به د باب المندب تنګی په بشپړه توګه وتړي.

یمني ځواکونو پر ټرمپ او نورو ښکېلو اړخونو غږ کړی، چې سمدستي دې هغه کړنې او پالیسۍ پای ته ورسوي چې د سولې بهیر ټکنی کوي.

باب‌المندب تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، چې د سویس کانال پر لور د نړیوالو سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ اساسي مسیر بلل کېږي.

کارپوهان وایي، که دغه تنګی وتړل شي، د نړۍ د انرژۍ بازارونه به له جدي فشار سره مخ شي، ځکه د خامو تېلو او نورو سون توکو لویه برخه له همدې لارې لېږدول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button